
د ایکنا د راپور له مخې، چې د Sharjah 24 له قوله خپور شوی راغلي دي، د شارجې د اسلامي چارو ادارې د دغه کمپلیکس د مخ پر زیاتېدونکي نفوس د دیني اړتیاوو د پوره کولو او د دیني بیخ بینائیو د پراختیا په موخې سره «سلسبیل» جومات ، د Al Qutainah 1 په سیمې کې پرانیست. دا جومات د فاطمي اسلامي معمارۍ په طرز او سټایل سره جوړ شوی او د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري، همدارنګه په بشپړو خدماتي او رفاهي اسانتیاوو سمبال دی.
د جومات د پرانیستې مراسم د یو شمېر سیمهییزو چارواکو په ګډون ترسره شول، چې مشري یې Isa Saif Ahmed bin Hanzhal کوله. د ادارې مسؤلینو ټینګار وکړ چې د جوماتونو جوړول او پراخول د دوي د دوامدارې ستراتیژۍ برخه ده، څو د خلکو په دیني او ټولنیز ژوند کې د جوماتونو رول لا پیاوړی شي.
د «سلسبیل» جومات د فاطمي اسلامي معمارۍ څخه په الهام اخستو سره پلان او جوړ شوی او په هغه کې هڅه شوې چې د اسلامي هنر اصالت د اوسمهالې ټولنې له اړتیاوو سره یوځای شي. دا جومات د کابو ۴۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، چې له هغو د ۵۰ کسانو ځاي د ښځو ځانګړې برخې ته ځانګړي شوی دي.
د جومات دغه ټولګه په ګڼو خدماتي اسانتیاوو هم سمبال ده، چې د اودسځایونه(وضو)، تشنابونه، د ګاډو پارکینګ او د جماعت د امام د استوګنې ځای پکې شامل دي، څو لمونځ کوونکو ته مناسب چاپېریال برابر شي.
د «سلسبیل» جومات یوه مهمه ځانګړنه د هغه میناره ده چې له ۳۰ میترو څخه زیاته لوړه ده. دغې منارې جومات ته ځانګړې ښکلا او ویاړ وربخښلی او دا ئې د سیمې له معمارۍ څخه په یوې څرګندې نښې بدل کړی دی.
د پروژې مسؤلینو ویلي چې د جومات جوړول د اوسمهاله انجنئيرینګ د معیارونو، د خوندیتوب د اصولو، د کیفیت د غوښتنو او د پایښت د معیارونو په رعایتولو سره ترسره شوي، څو عبادت کوونکو ته خوندي او ارام چاپېریال برابر شي.
د دغو مراسمو په ترڅ کې د Bait Al Sharjah Charity خیریه بنسټ څخه د جومات د جوړولو او آبادولو په لګښتونو کې د ونډې اخیستنې له امله مننه او ستاینه وشوه. همدارنګه د پروژې د مشاورینو او ټيکدارانو هم د ټاکلي وخت دننه او د تخنیکي معیارونو مطابق د پروژې د بریالي پلي کولو په خاطر قدرداني وشوه.
د مراسمو په بلې برخې کېد دیني ارشاد ادارې مشر ، Salem Al Dobi،په اسلامي ټولنو کې د جوماتونو پر ارزښت خبرې وکړې او د انسان د روزنې، د اخلاقي ارزښتونو د ترویج او د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د جوماتونو پر رول ټینګار وکړ.
هغه وویل: «جوماتونه یوازې د لمانځه د ادا کولو ځایونه نه دي، بلکې د فرهنګي او ټولنیزو مرکزونو په توګه د اسلامي هویت په پیاوړتیا، د ټولنیز یووالي په زیاتوالي او د کورنۍ د بنسټونو په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4357589